کوټه (نوې ژوند پښتو کوټه) د آل پاکستان بس ټرانسپورټ يونين په يوه مهمه غونډه کې چې د چيئرمين حاجي مير دولت علي لاهړي په مشرۍ ترسره شوه، د لکپاس کسټم وئير هاؤس د اورلګېدنې له امله ټرانسپورټرانو ته اوښتي درانه مالي زيانونه وڅېړل شول۔ غونډه کې د بېلابېلو روټونو ذمه وارانو، ټرک، مزدا، ټرالر او نورو لويو او وړو ګاډو مالکانو ګډون کړی و۔ حاجي مير دولت علي لاهړي وويل چې د لکپاس ګودام اورلګېدنې د بلوچستان ټرانسپورټ برادري له سخت مالي بحران سره مخ کړې ده او وفاقي حکومت ته پکار ده چې د کسټم محکمې د غفلت له امله اوښتی زيان ژر تر ژره پوره کړي۔ هغه زياته کړه چې د کسټم چارواکو به د وړو وړو بهانو په بنياد ګاډي ضبط کول او کلونه کلونه به يې مقدمې نه خلاصولې، که دا ګاډي پر وخت خوشې شوي وای نو نن به حکومت ته د ټېکسونو په مد کې اربونه روپۍ ترلاسه شوې وای۔ د يونين مشرانو غوښتنه وکړه چې د پېښې شفافې پلټنې دې وشي او متاثره ټرانسپورټرانو ته دې معاوضه ورکړل شي، کنه احتجاجي تحريک به پيل کړي او قانوني لاره به هم خپله کړي۔
