کوټه (نوې ژوند پښتو کوټه) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د کوټې په لکپاس سیمه کې د کسټم ګودام د اورلګېدنې پېښه د انتظامي نااهلۍ، کرپشن او مجرمانه غفلت څرګنده بېلګه بللې او ویلي یې دي چې د اربونو روپو مالونو سوځېدل او د انساني ځاني زیانونو رامنځته کېدل یوازې یو عادي حادثه نه ده، بلکې د حفاظتي اصولو د نه عملي کېدو نتیجه ده. د ګوند له صوبایي سیکرټریټ څخه په جاري شوي بیان کې د پېښې د شفافو او بې پرې عدالتي پلټنو غوښتنه شوې او ویل شوي چې ذمه وار کسان دې قانون ته وسپارل شي او متاثره سوداګرو او کورنیو ته دې سمدستي تاوان ورکړل شي. بل لور ته د ګوند صوبایي مشر نصرالله خان زیرې د سول هسپتال کوټه دوره کړې، د ټپیانو پوښتنه یې کړې او روغتیايي کارکوونکو ته یې د غوره اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه کړې ده. ګوند خبرداری ورکړی چې که د پېښې ذمه واران محاسبه نه کړل شول نو د ولس د غصې ذمه واري به پر اړوندو ادارو وي.
