اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) د 2026-27 وفاقي بجټ د تیاریو لپاره د نړیوال مالي صندوق (آی ایم ایف) یو مهم وفد نن پاکستان ته را رسېږي، چې د حکومتي اقتصادي ټیم سره به یې خبرې اترې د مې تر 20مې نېټې پورې دوام ولري. سرچینې وایي چې د نوي بجټ لپاره به د ټیکسونو د عوایدو هدفونه، پرمختیایي لګښتونه او مالي نظم و ضبط په اړه تفصیلي مشورې کېږي. د آی ایم ایف او پاکستان ترمنځ رسمي مذاکرات به د مې له 13مې نېټې څخه پیل شي، چې پکې به د حکومتي خرڅونو کمولو، بجټ کې همغږۍ او اقتصادي اصلاحاتو په اړه هم خبرې وشي. چارواکي وایي چې حکومت هڅه کوي د نړیوالو مالي ادارو اعتماد ترلاسه او د اقتصادي ثبات لپاره لازم اقدامات یقیني کړي.
