کراچۍ (نوې ژوند پښتو کوټه) د پاکستان سټاک ایکسچېنج کې د کاروباري اوونۍ په دویمه ورځ د کاروبار په پیل کې مثبت رجحان لیدل شوی او هنډرډ انډیکس له زر څخه د زیاتو پوائنټونو په زیاتوالي سره یو لک 71 زره 571 پوائنټونو ته رسېدلی دی. یادونه دې وشي چې تېره کاروباري ورځ هنډرډ انډیکس د 609 پوائنټونو په کمښت سره یو لک 70 زره 506 پوائنټونو باندې بند شوی و. بل لور ته د اسیا په نورو سټاک مارکیټونو کې ګډ رجحان لیدل شوی، د جاپان نکي انډیکس کې نږدې یو سلنه زیاتوالی راغلی، خو د جنوبي کوریا او چین په مارکیټونو کې بیا کموالی ثبت شوی دی۔
