اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — وزیراعظم محمد شهباز شریف د پنجاب او خیبر پښتونخوا ترمنځ د جنډ او خوشحال ګړ پل په سیمه کې د یوې احتمالي ترهګریزې پېښې د مخنیوي پر مهال د شهید شوي ولسي وګړي لیاقت ستاینه کړې، وزیراعظم وویل چې لیاقت د شکمن کس د درولو او پوښتنو پر مهال د یوې چاودنې له امله شهید شو، خو د هغه زړورتیا د یوې سترې پېښې مخه ونیوله، نوموړي زیاته کړه چې شهید لیاقت د مېړانې او وطنپالنې بېلګه ده او ټول ملت د ترهګرۍ پر وړاندې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دی، وزیراعظم د شهید لپاره د لوړو درجو او کورنۍ لپاره د صبر دعا هم وکړه.
