پاکستان ۱۲ مئی ۲۰۲۶

په نور خان اېئربېس کې د ایراني الوتکو د موجودیت خبرونه بې بنسټه دي، د بهرنیو چارو وزارت

اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغه راپورونو سخت رد کړی چې ګواکې په نور خان اېئربېس کې ایراني الوتکې موجودې دي، د وزارت ویاند ویلي چې دا ډول راپورونه ګمراه کوونکي او له حقیقت لرې دي او یوازې د سیمې د سولې هڅو ته زیان رسولی شي، په بیان کې ویل شوي چې ځینې ایراني او امریکايي الوتکې د مذاکراتي او سفارتي عملې د لېږد رالېږد لپاره د لنډ وخت لپاره پاکستان ته راغلي وو، او دا ټول اقدامات یوازې د ډیپلوماټیکو او لاجسټیکي اړتیاوو له مخې ترسره شوي، وزارت ټینګار کړی چې پاکستان تل د سولې او مذاکراتو د ملاتړ لپاره رغنده رول لوبولی او دا ډول ادعاوې بې بنسټه دي.