اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — د قانون او انصاف فدرالي وزیر اعظم نذیر تارړ ویلي چې حکومت د عدلي نظام د عصري کولو او اصلاحاتو لپاره نړیوالې همکارۍ ته وده ورکوي، هغه دا څرګندونې په اسلام آباد کې د کینیډا له هائي کمشنر طارق علي خان سره د لیدنې پر مهال وکړې، په غونډه کې د عدالتي اصلاحاتو، ادارو ترمنځ همکارۍ او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وشوې، دواړو خواوو د انرژۍ، چاپېریال، مهمو معدنیاتو او پایداره پرمختګ په برخو کې د همکارۍ د پراخولو ژمنه وکړه، کینیډا د عدلي روزنې او تخنیکي مرستې د دوام ډاډ ورکړ او پاکستان د کینیډا همکاري د عدلي نظام د ښه والي لپاره مهمه وبلله.
