اسلام آباد (نوې ژوند پښتو کوټه) — د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې د هرمز تنګي د بندېدو له نوم لاندې په پاکستان کې پر ولس د ګرانیو قیامت راوستل شوی، نوموړي د اسلام آباد په یوه خبري غونډه کې وویل چې په هېواد کې بېلابېلو عملیاتو سره سره امن نه دی راغلی بلکې حالات نور هم خراب شوي دي، هغه زیاته کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ کشمکش، د سیمهییزو جګړو اغېزې او د ناوړه پالیسو له امله پاکستان تر ټولو زیات اغېزمن شوی، مولانا فضل الرحمان وویل چې حکومت بې وسه ښکاري او اسټېبلشمنټ زیات ځواک لري، هغه د پارلمان د ان کیمره غونډې غوښتنه وکړه او ادعا یې وکړه چې په هېواد کې آئین سره لوبې روانې دي، نوموړي د خیبر پښتونخوا ناامنۍ، د پوځي او پولیسو پر پوستو بریدونه او د عامو خلکو بېثباتي یاد کړل او ویې ویل چې په قبایلي سیمو کې خلک خوندي نه دي، هغه همدارنګه د مدارسو د ازادۍ دفاع وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که د مدارسو پر ضد اقدامات وشي نو سخت غبرګون به وښيي.
