کوټه (نوې ژوند پښتو کوټه) — د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند صوبایي مشر نصرالله خان زیرې، د کوټې ښار د علاقایي سیکرټر سید عبدالله آغا او د ستار روډ ابتدایي یونټ سیکرټر قدرت الله خلجي ویلي چې په پرلهپسې ډول د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو شمولیت دا څرګندوي چې د ګوند پر اصولي دریځ او نظریاتو د ولس باور ورځ تر بلې زیاتېږي، هغوی د ستار روډ په سیمه کې د شمولیت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل چې ګوند د خپل ملي او جمهوري مبارزې له لارې د پشتون ولس د حقونو، امن، پرمختګ او ټولنیز عدالت لپاره هڅې کوي او د ولسي ملاتړ په زیاتېدو سره به دا تحریک نور هم پیاوړی شي، په دې موقع ګڼو کسانو لکه سید ذوالفقار آغا، نقیب خان، عقیل خان، رحمان آغا، اسد خان او نورو په رسمي ډول ګوند کې د شمولیت اعلان وکړ، ویناوالو وویل چې د موجوده سیاسي او اقتصادي ستونزو حل یوازې په منظم، نظریاتي او ولسي سیاست کې ممکن دی او ځوانان باید د قومي شعور په خپرولو کې فعال رول ولوبوي، غونډه د دې عزم په څرګندولو پای ته ورسېده چې ګوند به د ولسي حقونو او جمہوري ارزښتونو لپاره خپلې مبارزې ته لا زور ورکړي.
