کوټه (ویب نیوز) د امریکا یوې ورځپاڼې راپور ورکړی چې ګواکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کمپ ډېوېډ په غونډه کې د دفاع وزیر پیټ هیګسټ له امریکايي توغندیو او مهماتو د کمېدو په اړه سختې پوښتنې کړې دي، خو سپینې ماڼۍ او پینټاګون دغه راپورونه په بشپړه توګه ناسم او بې بنسټه بللي دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ویلي چې ولسمشر ټرمپ پر دفاع وزیر بشپړ باور لري او په کمپ ډېوېډ کې داسې هېڅ پېښه نه ده رامنځته شوې. بلخوا ټرمپ هم ویلي چې امریکا د وسلو او مهماتو پراخې زېرمې لري، د دفاعي تولید کچه لوړېږي او د محرمو معلوماتو د افشا کوونکو پر ضد به قانوني اقدام وشي، په داسې حال کې چې واشنګټن پوسټ د خپلو ادعاوو ترڅنګ د اضافي دفاعي بودجې د غوښتنې خبره هم کړې ده.
