اسلام آباد (ویب نیوز) حکومت د پټرولیمي محصولاتو نوې بیې اعلان کړې دي او د پټرولو او های سپیډ ډیزلو په نرخونو کې یې کمی راوستی دی. د پټرولیم ډویژن د خبرتیا له مخې د پټرولو بیه په هر لیټر کې ۳ روپۍ او ۱۹ پیسې او د های سپیډ ډیزلو بیه ۱ روپۍ او ۵۰ پیسې راکمه شوې ده. د نوو بیو له مخې د پټرولو نوی نرخ ۳۲۹ روپۍ او ۸۲ پیسې او د های سپیډ ډیزلو نوی نرخ ۳۸۲ روپۍ او ۳۶ پیسې فی لیټر ټاکل شوی دی. د خبرتیا له مخې دا نوې بیې به د ۲۰۲۶ کال د اګست له ۷مې نېټې څخه نافذېږي.
