اسلام آباد (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) قومي اسمبلۍ په هېواد کې د پوليو د بشپړ خاتمې لپاره د سختو قوانينو منظوري ورکړه، چې له مخې به يې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي نه ورکونکو والدينو پر ضد قانوني کارروائي کېږي.
نوي قانون له مخې به د پوليو واکسين څخه د انکار په صورت کې په لومړي ځل پنځوس زره او په دويم ځل يو لک روپۍ جرمانه لګول کېږي. همداراز تر لسو کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د پوليو واکسين ټول ډوزونه لازمي ګرځول شوي دي.قانون کې ويل شوي چې د نادرا له خوا د پوليو واکسينېشن سرټيفکېټ اخيستل ضروري دي او تعليمي ادارې به هم له لسو کلونو کم عمره ماشومانو څخه د واکسين سند غواړي. د پوليو ورکرانو د ساتنې لپاره به ځانګړي امنيتي ګامونه پورته کېږي او په خطرناکو سيمو کې به د پوليو ټيمونو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول کېږي.نوي قانون له مخې د پوليو کارکوونکو ته دړکې ورکول، وېرول يا پرې بريد کول به تر اووه کلونو بند او جرمانې سبب ګرځي. حکومت به د پوليو کارکوونکو لپاره ځانګړی مرستندويه فنډ هم جوړوي.
