مقامی ۱۳ مئی ۲۰۲۶

ډيره بګټي کې د بمي چاودنې له امله د امن ځواک دوه اهلکار ژوبل شول

ډيره بګټي (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د بلوچستان د ډيره بګټي ضلعې پيرکوه سيمه کې د بارودي موادو چاودنې له امله د امن ځواک دوه اهلکار سخت ژوبل شوي دي.د راپورونو له مخې، نامعلومو کسانو په سيمه کې بارودي مواد ځای پر ځای کړي وو چې د امنيتي اهلکارو د تېرېدو پر مهال وچاودېدل. د پېښې وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا کلابنده کړل شوه او د لټون عمليات پيل شول.ژوبل اهلکار لومړی نږدې روغتون ته منتقل کړل شول، خو د حالت د خرابوالي له امله وروسته د نورو طبي اسانتياوو لپاره رحيم يار خان ته ولېږدول شول.