مقامی ۱۳ مئی ۲۰۲۶

د حلقې د پرمختګ لپاره ټولې وسيلې کارول کېږي، بخت محمد کاکړ

کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د بلوچستان د روغتيا وزير بخت محمد کاکړ ويلي دي چې د خپلې حلقې د پرمختيا، د ولسي ستونزو د حل او د بنيادي اسانتياوو د برابرولو لپاره عملي اقدامات چټک کړل شوي دي.هغه د بېلابېلو وفدونو سره په خبرو کې وويل چې د سړکونو جوړولو، د روغتيا او تعليم د اسانتياوو ښه کولو او د پاکو اوبو پروژو ته ځانګړې پاملرنه کېږي. نوموړي وويل چې د خلکو ستونزې به په لومړيتوب حل کېږي څو ولس ته ريليف ورسېږي.بخت محمد کاکړ زياته کړه چې د ولس خدمت د دوی د سياست بنسټ دی او حکومت د روغتيا د نظام ښه والي، ځوانانو ته د روزګار برابرولو او بنيادي ډهانچې پياوړتيا ته لومړيتوب ورکوي.