د نویو صوبو شوشه د اصلي مسلو څخه د پام اړولو سازش دی۔اصغر خان اڅکزي
چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي صدر اصغر خان اچکزۍ ويلي دي چې په پښتون بلوڅ وطن کې ظلم، جبر او استبداد خپلې انتها ته رسېدلی دی. له ساتونکي څخه تر منصفه، له تاجر څخه تر سیاسي مشرتابه او له عام مزدور او غریب ولس څخه تر ښځو پورې هېڅ طبقه هم د دولتي او مسلط شوي تشدد څخه خوندي نه ده پاتې.
هغه وويل چې په تېرو څلورو لسيزو کې پښتون ولس کله په يو نوم او کله په بلې بهانې په دوامداره توګه وژل شوی دی، خو د ظلم دا داستان اوس د زغم وړ نه دی. په افغانستان کې په تېرو څو لسيزو کې د وينو لوبه وشوه او هلته ولس تباهي او ناامنۍ ته وسپارل شو، او اوس له همدې افغانستان سره په تجارت او تګ راتګ بنديزونو لګولو سره د ډیورنډ کرښې سره نږدې پرتو سيمو د ولس اقتصادي وژنه روانه ده.
له بلې خوا ځوانانو ته د لږو پیسو په بدل کې وسله ورکول کېږي او د يو بل په ضد کارول کېږي، دا لوبه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده او مسؤلين به يې د تاريخ محکمې ته ځواب وايي.
هغه وويل چې هغه خلک چې د بلوچستان مسله يوازې د دريو سردارانو مسله بولي او د ولس غږ خاموشه کول غواړي، نن دې وګوري چې د بلوچستان د هر کلي، هر ښار او هر طبقې عام خلک د خپلو حقونو لپاره راپورته شوي دي. نن دا غږ د څو کسانو يا سردارانو نه، بلکې د ټول مظلوم ولس غږ دی چې په زور، چل او جبر نشي خاموش کېدای.
د اګست د ۸مې پېښه يې د پښتون تاريخ بله بابړه وبلله او ويې ويل چې دې غمجنې پېښې د ظلم، بې حسۍ او د طاقت د بې ځايه استعمال يو بل تور داستان رقم کړ. همدارنګه د زیارت پېښې لس کاله وروسته يو ځل بيا ثابته کړه چې د ظلم طریقې او کردارونه بدلېدلی شي خو د مظلوم ولس په ضد جبر په خپل ماهیت کې هماغه دی.
مونږ په پښتون بلوڅ خاوره قبضه، د وسائلو لوټ، سیاسي استحصال، اقتصادي بندیز او ولس وېرول په کلکه غندو. د وطن اوسېدونکي له خپلو بنسټيزو حقونو څخه په محروم ساتلو سره هېڅ قوت د امن، پرمختګ او ثبات دعوه نشي کولی. په وطن د مسلط قبضه ګیرۍ، ظلم او جبر لړۍ د دوام لپاره د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۸مه جعلي پارلمان جوړ شو ترڅو له اسمبلۍ څخه هېڅ غږ پورته نشي. د بلوچستان په دې کړکېچن او سختو حالاتو کې اسمبلۍ چوپتیا غوره کړې ده.
په کراچۍ کې پر هوټلونو، د ټوکر او الیکټرانکس مارکیټونو او کراچۍ اچونکو باندې چاپې، په هغوی تشدد او په پنجاب کې د داخلې پر مهال د پښتنو او بلوڅو د شناختي کارډ په نوم سپکاوی او توهین د زغم وړ عمل نه دی چې ډېرې خطرناکې پایلې به ولري. خو مونږ وايو چې پښتون بلوڅ، حقیقي وطن دوست، قوم دوست مشرتابه او ولس به هېڅکله هم له خپلې مورنۍ خاورې، خپلو وسائلو او خپلو بنسټيزو حقونو څخه لاس وانخلي.
عوامي نېشنل پارټي به خپل ولس په هېڅ صورت يوازې پرېنږدي او د ظلم او بې انصافۍ پر ضد به خپله سیاسي، جمهوري او آئیني مبارزه په هره سطحه جاري ساتي. د نویو صوبو شوشه د حقیقي مسلو څخه د سترګو پټولو لپاره جوړیږي څو پاتې وسائل په اسانۍ لوټ شي. د زیارت پېښې د پرلت د غوښتنو عملي کېدو سره به انصاف وشي او د وارثینو دادرسي به ممکنه شي.
هغه وويل چې د اګست د ۸مې شهیدانو لوئې قربانۍ پر مونږ باندې پور دي. د سپین تنګي شهیدان، د بابړې شهیدان، د سائنس کالج شهیدان، د چمن شهیدان، د اګست د ۸مې شهیدان، د مانګي ډیم شهیدان، شهید ملک عبیدالله کاسي، شهید خالق داد بابر او شهید نورالله دومړ قربانۍ په وسائلو د واک، د بنسټيزو بشري حقونو د بېرته ترلاسه کولو او د قانون د حاکمیت لپاره دي. دا قربانۍ په نظر کې نیولو سره به سوله ایزې سیاسي مبارزې ته لومړیتوب ورکوو.
قومي لويې لارې او غرونه د وسله والو ډلو په ولکه کې دي. مونږ ته په هر نوم وژل کېږو، پروا نه لري، زمونږ د ساتنې ذمه واري د ریاست ده. د اوږدې نسل وژنې وروسته اوس زمونږ اقتصادي وژنه روانه ده. د ډیورنډ کرښې سره په تجارت او تګ راتګ بندیز سره لکونه کسان بې روزګاره شوي دي. مونږ د چمن پرلت د غوښتنو بشپړ ملاتړ کوو.
ده دغه څرګندونې په چمن کې په ټرنچ روډ کې د باچا خان مرکز مخې ته د اګست د شهیدانو په یاد کې جوړې شوې سترې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.
غونډې ته د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي جنرل سیکرټري مابت کاکا، ضلعې صدر عبدالخالق همل درد، مرکزي ایډیشنل سیکرټري عبیدالله عابد، ایډیشنل ډپټي سیکرټري جاوید کاکړ، مرکزي سیکرټري رشید خان ناصر، د مرکزي کمېټې غړي ډاکټر عبدالصمد اچکزۍ، نظام الدین کاکړ، سید عبدالرب اغا، صوبايي نائب صدر جمال الدین رشتیا، د چمن بار ایډوکیټ هدایت خان اچکزۍ، ضلعې جنرل سیکرټري سمیع الله اچکزۍ، چئیرمین ګل زمان، ګل جانو، عصمت وارخطا، محمد علي مدلا او حافظ سلیمان هم ویناوې وکړې.
ويناوالو د پښتون قامي تحريک پر مبارزه او قربانيو په تفصيل سره رڼا واچوله او ويې ويل چې د فخر افغان باچا خان د عدم تشدد تحريک بنسټ پر مبارزه او قربانيو ولاړ دی چې د شهيدانو اوږد لړليک لري. د سپين تنګي او بابړې شهيدان د انساني تاريخ تر ټولو دردناکې پېښې دي چې په کې په سلګونو خدائي خدمتګارانو چې په کې ماشومان، ښځې، ځوانان او سپين ږيري شامل وو، د شهادت جام وڅښه.
ويناوالو وويل چې لکه د اګست د ۸مې د شهيدانو په څېر په زیارت پېښه کې هم پښتون پولیس سرتیري په نښه کړل شول. روانه وضعيت له مونږ څخه اتفاق او اتحاد غواړي، په ځانګړي ډول پښتون، بلوڅ او هزاره قامونه بايد د واکمنې اشرافيې د منفي عزائمو د ختمولو لپاره په ګډه مبارزه وکړي.
د غونډې مشري د ضلعې صدر عبدالخالق حقمل کوله. په غونډه کې د ضلعې له ګوټ ګوټ څخه د عوامي نېشنل پارټۍ کارکنانو په جلوسونو کې ګډون وکړ او زرګونو کسانو ګډون کړی وو. د غونډې په پای کې د اګست د ۸مې د شهيدانو په ګډون د پښتون بلوڅ قامي تحريک د شهيدانو او مشرانو د درجو د لوړاوي لپاره دعا وشوه.
