تازه خبرونه ۹ اگست ۲۰۲۶

د عمان د خبرو موخه د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل نه، بلکې د لنډمهالو سمندري لارو جوړول دي: عباس عراقچي

کوټه (ویب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې له عمان سره د روانو خبرو موخه د هرمز تنګي بشپړ بېرته پرانیستل نه دي، بلکې د محدود تګ راتګ لپاره د لنډمهالو سمندري لارو جوړول دي. هغه وویل چې د ایراني وسله‌والو ځواکونو له خوا د ورکړل شوو نقشو پر بنسټ د دغو لنډمهالو لارو د ټاکلو بهیر وروستیو پړاوونو ته رسېدلی او تمه ده چې ژر به پایلې اعلان شي، خو دا اقدامات د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل نه شي بلل کېدای. عباس عراقچي زیاته کړه چې د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل د امریکا له خوا د ایران د نورو شرطونو له منلو او د ادعا شوو سرغړونو له جبران سره تړاو لري. بل لور ته د سپاه پاسداران د انقلاب ویاند جنرال حسین محبي ویلي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو پرېکړه له عمان سره د روانو مذاکراتو څخه جلا موضوع ده او ایران په دې اړه خپل قانوني او دفاعي میکانیزم لري. هغه وویل چې امریکا باید د ایران شرطونه ومني او په سیمه‌ییزو مذاکراتو کې له لاسوهنې ډډه وکړي، چې له هغې وروسته به د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره اړین شرایط برابر شي.