مقامی ۹ اگست ۲۰۲۶

په پښتون بلوچ وطن کې ظلم او جبر خپل اوج ته رسېدلی، سياسي او ولسي مبارزه به روانه ساتو: اصغر خان اڅکزی

کوټه (ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي ویلي چې په پښتون بلوچ وطن کې ظلم، جبر او استبداد خپل اوج ته رسېدلی او له ساتونکي او قاضي څخه نیولې تر سوداګرو، سیاسي مشرانو، مزدورانو، بې وزلو ولسونو او ښځو پورې هېڅ طبقه هم له دولتي او تحمیل شوي تشدد څخه خوندي نه ده پاتې شوې. نوموړي په چمن کې د باچاخان مرکز مخې ته د اګست د شهیدانو په یاد جوړ شوي ستر ولسي اجتماع ته په وینا کې وویل چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې پښتانه په بېلابېلو نومونو او پلمو په دوامداره توګه په نښه کېږي او د ظلم دا لړۍ اوس د نه منلو تر کچې رسېدلې ده. هغه وویل چې په افغانستان کې له څو لسیزو وینې تویېدو وروسته له دغه هېواد سره پر سوداګرۍ او تګ راتګ بندیزونه لګول شوي او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خلکو اقتصادي وژنه روانه ده، بل لور ته ځوانان د لږو پیسو په بدل کې د یو بل پر ضد د استعمال هڅې کېږي چې دا کار هېڅکله د منلو وړ نه دی. اصغر اڅکزي وویل چې بلوچستان یوازې د څو سردارانو ستونزه بلونکو ته پکار ده چې وګوري نن د بلوچستان په هر کلي، ښار او هره طبقه کې ولس د خپلو حقونو لپاره راپورته شوی دی. نوموړي د اتم اګست پېښه د پښتنو په تاریخ کې د یوې بلې بابړې په توګه یاده کړه او ویې ویل چې د زیارت پېښې هم د ظلم او جبر یوه بله توره کیسه ثبت کړه. هغه د پښتون بلوچ پر خاوره قبضه، د طبیعي سرچینو لوټ، سیاسي استحصال، اقتصادي محاصرې او د ولس د وېرولو هر ډول هڅه وغندله او ویې ویل چې عوامي نېشنل ګوند به د سیاسي، جمهوري او اساسي قانوني مبارزې له لارې د ولس د بنسټیزو حقونو، پر خپلو سرچینو د واک او د قانون د حاکمیت لپاره مبارزه روانه ساتي. نوموړي د چمن پرلت د غوښتنو بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر سوداګرۍ او تګ راتګ د بندیزونو له امله میلیونونه کسان بې روزګاره شوي، ملي لویې لارې او غرونه د وسله والو ډلو په ولکه کې دي او د ولس د امنیت مسؤلیت د دولت دی. په غونډه کې د ګوند ګڼو مرکزي، صوبايي او ضلعي مشرانو هم ویناوې وکړې او زرګونو کسانو ګډون وکړ، په پای کې د اګست د شهیدانو او د پښتون بلوچ ملي تحریک د ټولو شهیدانو د روحونو د ثواب لپاره دعا وشوه.