کوټه (یو اېن اې)د جمعیت علمای اسلام چمن بلوچستان مشر او د پاکستان د یوتھ پارلمان غړي حافظ محمد صدیق مدني د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د دفاعي همکارۍ تړون مهم، هرکلی وړ او تاریخي پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې د درې واړو وروڼو اسلامي هېوادونو متقابل اتحاد به نه یوازې ګډ دفاع او امنیت پیاوړی کړي، بلکې په سیمه کې به د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره هم مهم پړاو ثابت شي. نوموړي وویل چې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې اړیکې یوازې تر سفارتي اړیکو محدودې نه دي، بلکې پر ورورولۍ، تاریخي اړیکو او متقابل باور ولاړې دي او په دفاعي برخه کې د همکارۍ پراختیا به د دغو اړیکو په لا پیاوړتیا او د ګډو ننګونو په اغېزمنه توګه په مقابله کې مهم رول ولوبوي. حافظ محمد صدیق مدني وویل چې د اوسنیو نړیوالو او سیمهییزو حالاتو له مخې د اسلامي هېوادونو ترمنځ اتحاد، متقابل باور او همکاري د وخت مهمه اړتیا ده او د درې واړو هېوادونو یو د بل تر څنګ درېدل د سیمې د سولې او ثبات لپاره پیاوړی پیغام لري. هغه هیله څرګنده کړه چې دغه تړون به د متقابلې همکارۍ نوې لارې پرانیزي او په اقتصادي پرمختګ، سوداګرۍ، تعلیم او نورو برخو کې به هم ګډو هڅو ته وده ورکړي. نوموړي وویل چې پاکستان تل له وروڼو اسلامي هېوادونو سره د پیاوړو او باوقاره اړیکو غوښتونکی پاتې شوی او له سعودي عربستان او ترکیې سره د پاکستان دوستي د ټول ملت لپاره د ویاړ وړ ده. حافظ محمد صدیق مدني دعا وکړه چې الله تعالی د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ ورورولي او اتحاد لا پیاوړی کړي، درې واړو هېوادونو ته سوله، ثبات او پرمختګ ورکړي او دغه همکاري د ټولې سیمې او اسلامي امت لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځوي.
