کوټه (ویب نیوز) د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان ویلي چې د ترکیې، پاکستان او سعودي عرب ترمنځ دفاعي تړون د ناټو د پنځمې مادې له اصولو سره سم دی او موخه یې د ایران پر ضد مقابله نه، بلکې په سیمه کې د همکاریو او امنیت پیاوړتیا ده. حاقان فیدان په انقره کې د خبرو پر مهال وویل چې د تړون له مخې به د ناټو په څېر د وزیرانو کمېټه او عمومي دارالانشاء جوړېږي او د عمومي دارالانشاء مرکز به په سعودي عربستان کې وي. هغه وویل، مصر هم د تخنیکي چارو له بشپړېدو وروسته له دې اتحاد سره یوځای کېدای شي. د یادونې وړ ده چې د ناټو د پنځمې مادې له مخې پر یوه غړي هېواد برید د ګډ دفاعي اصل له مخې پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
