کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي په هنګو کې د بریالي استخباراتي عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې او د «فتنۀ الخوارج» د اوو ترهګرو د وژلو پر سر یې امنیتي ځواکونو ته سلام وړاندې کړی دی. وزیراعلی په خپل بیان کې د عملیاتو پر مهال په مېړانه د جګړې پر وخت د شهید شوي کېپټن حمزه اکرم قرباني ته عقیدتي پیرزوینې وړاندې کړې او ویې ویل چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د امنیتي ځواکونو قربانۍ د ټول ملت لپاره د ویاړ وړ دي او د شهیدانو قربانۍ به هېڅکله ضایع نه شي. نوموړي وویل چې په پاکستان کې د ترهګرو او د هغوی د سهولت کارانو لپاره هېڅ ځای نشته او د دولت د حاکمیت ننګونکو پر ضد به کارروایي روانه وي. میر سرفراز بګټي زیاته کړه چې ټول ملت د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو سره ولاړ دی او د شهیدانو د قربانیو په برکت به پاکستان د تلپاتې سولې او ثبات منزل ته ورسېږي. وزیراعلی وویل چې ملت د خپلو شهیدانو قربانیو ته د قدر په سترګه ګوري او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی. نوموړي دعا وکړه چې الله تعالی د شهید کېپټن حمزه اکرم په ګډون د ټولو شهیدانو درجات لوړ کړي او د هغوی کورنیو ته د صبر او زغم توفیق ورکړي.
