کوټه (ویب نیوز)د جمعیت علمای اسلام کوټې ضلعې مشر شیخ الحدیث مولانا عبدالرحمن رفیق، عمومي سکرتري حاجي عین الله شمس، مشر مرستیال مولانا خورشید احمد، د اطلاعاتو سکرتري عبدالغني شهزاد، د مالیاتو سکرتري حاجي صالح محمد او نورو مشرانو ویلي چې د واکمنانو د ناسمو تګلارو، غیر مؤثرې حکومتولۍ او ملي چارو ته د جدي پاملرنې د نشتوالي له امله هېواد په پرلهپسې توګه له سیاسي، اقتصادي او امنيتي بحرانونو سره مخ دی. د وېرې، ناامنۍ او بې باورۍ فضا د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی او ولس د خپلو بنسټیزو ستونزو د حل او د تلپاتې سولې لپاره د عملي اقداماتو په تمه دی. دوی وویل چې واکمنانو شخصي او سیاسي ګټو ته پر ملي لومړیتوبونو ترجیح ورکړې او هېواد یې د نورو د جګړو د سون توکي ګرځولی، چې له امله یې پاکستان له ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او ګڼو نورو بحرانونو سره مخ شوی دی. مشرانو ټینګار وکړ چې د ملي امنیت، د خلکو د ګټو او د هېواد د خپلواکۍ له غوښتنو سره سم داسې تګلارو ته اړتیا ده چې هېواد له بحرانونو وباسي او د ثبات او پرمختګ پر لور یې بوځي. دوی وویل چې د جمعیت علمای اسلام کوټې ضلعې له خوا د تنظیمي سفرونو اساسي موخه د تحصیلونو او سیمهییزو یونټونو د تنظیمي فعالیتونو هر اړخیزه ارزونه، د ستونزو او کمزوریو معلومول، له کارکوونکو سره د مستقیمې اړیکې پیاوړتیا او د تنظیمي جوړښت لا فعالول دي. د دې لپاره د ضلعې د عاملې مجلس د غړو په ګډون لس ځانګړې کمېټې جوړې شوې دي چې بېلابېلو یونټونو او تحصیلونو ته یې سفرونه کړي او تنظیمي فعالیتونه، غونډې، ریکارډونه، حاضري، د مسؤلینو فعالیت او نور اړوند امور یې ارزولي دي. د ډېرو یونټونو سفرونه بشپړ شوي او له اړوندو یونټونو څخه اړین معلومات او ریکارډونه هم ترلاسه شوي دي. دوی زیاته کړه چې د دغو سفرونو پر مهال د تنظیمي کمزوریو، مثبت پرمختګ او د مسؤلینو د فعالیت په اړه ترلاسه شوې ارزونه به د ضلعې د عاملې مجلس په راتلونکې غونډه کې په تفصیل وڅېړل شي او وروسته به د تنظیم د ښه والي، د یونټونو د فعالولو، د مسؤلینو د حساب ورکونې او راتلونکي تګلارې په اړه مهمې پرېکړې وشي.
