کوټه (ویب نیوز)په ایران کې په یوه دردناکه ترافیکي پېښه کې د کوټې د اېئرپورټ روډ اړوند درې ځوانان مړه شوي دي. په مړو شویو کسانو کې دوه سکه وروڼه او د هغوی یو وراره شامل دي. د دغې زړه بوږنوونکې پېښې له امله د مړو شویو کسانو په کورنیو او سیمه کې د غم فضا خپره شوې ده. د سیمې اوسېدونکو او خپلوانو د مړو شویو کسانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغوی لپاره یې د مغفرت دعا کړې ده. الله تعالی دې د مړو شویو کسانو مغفرت وکړي او کورنیو ته دې د صبر او زغم توفیق ورکړي.
