کوټه (ویب نیوز)د کوټې د ختیځ بای پاس ګنج په سیمه کې پنځو وسله والو غلو د چرګانو یوه دوکان ته ننوتلي، دوکاندار یې د وسلې په زور یرغمل کړی او له هغه څخه یې میلیونونه روپۍ نغدې پیسې او درې موبایل ټیلیفونونه اخیستي دي. د معلوماتو له مخې، غله له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د پېښې له امله په سیمه کې د وېرې او ترهې فضا خپره شوې او د خلکو ترمنځ اندېښنه زیاته شوې ده.
