بولان (ویب نیوز)د بلوچستان د کچهي ضلعې په ډاډر سیمه کې تېره شپه د نامعلومو کسانو له لوري پرلهپسې دوه چاودنې شوې، خو په دواړو پېښو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د معلوماتو له مخې، لومړۍ چاودنه د صبري په سیمه کې له ډاډر ښار څخه سنې کلي ته پر غځېدلې لویه لار د یوه پل پر سر شوې چې له امله یې پل ته جزوي زیان اوښتی، وروسته دویمه چاودنه د ډاډر د کرنې دفتر د اصلي دروازې ترڅنګ شوې چې له امله یې د دفتر بهرنی دېوال هم جزوي زیانمن شوی دی. د پېښو له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ډاډر پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه او د شواهدو له راټولولو وروسته یې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره د سیمې په بېلابېلو برخو کې د لټون عملیات پیل کړي دي.
