کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان په بېلابېلو ضلعو کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ پراخ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۵ ترهګر (خوارج) وژل شوي دي. د امنیتي سرچینو په وینا، ګډ او بریالي عملیات په مستونګ، بولان، واشک، آواران، سبي، خضدار، هرنایي او نوشکي کې ترسره شوي، چې له امله یې د ترهګرو شبکې ته دروند زیان اوښتی او د هغوی له پټنځایونو څخه په زیاته اندازه وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي. د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د بریالیو عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو ته د درناوي څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې د ۱۵ خوارجو په وژل کېدو سره د «فتنه الهند» او «فتنه الخوارج» ناوړه پلانونه شنډ شوي دي. نوموړي ټینګار کړی چې امنیتي ځواکونه د ولس ویاړ دي او له بلوچستان څخه به د ټولو ترهګرو عناصرو د بشپړ له منځه وړلو هڅې دوام ولري.
