کوټه (ویب نیوز) د یمن حوثي ډلې ادعا کړې چې د سعودي عربستان د جیزان په سیمه کې یې د سعودي د تېلو شرکت آرامکو یوه تاسیسات او د یمن په لوېدیځ ساحل کې یې د المخا مهم بندر په توغندیو او ډرون الوتکو په نښه کړي دي. د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، حوثیانو د یکشنبې په ورځ د المخا بندر د توغندیو او ډرونونو له لارې په نښه کړ، چې ورسره په المخا ښار کې لږ تر لږه د څلورو چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو کره معلومات نه دي ورکړل شوي. حوثیانو ویلي چې پر آرامکو تاسیساتو برید یې د سعودي عربستان له خوا د یمن پر صعده او حجه ولایتونو د ترسره شوو ډرون بریدونو په غبرګون کې کړی دی. بل لوري ته د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت په جیزان کې د آرامکو په یوه تاسیسات کې د اور لګېدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې اور وژونکو ژر تر ژره اور مړ کړی او په پېښه کې هېڅوک ټپي شوي نه دي. سعودي چارواکو د اور لګېدو لامل نه دی په ډاګه کړی. د المخا بندر د باب المندب تنګي ته نږدې موقعیت لري او د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي. د بریدونو له زیاتېدو سره هممهاله سعودي عربستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د حوثیانو د توغندیزو بریدونو او په سره سمندر کې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ پر وړاندې د اقداماتو د غندنې هرکلی کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د سیمې د سولې او ثبات، نړیوالې سوداګرۍ او سمندري تګ راتګ د خوندي ساتلو لپاره جدي اقدامات وکړي.
