کوټه (ویب نیوز) په کراچۍ کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د کوټې له هوټل مالکانو سره د مبینه تجاوزونو په نوم د ځورونې، د هوټلونو د مهر کولو او د مالکانو د نیولو پر ضد د جمعیت علمای اسلام بلوچستان امیر سناتور مولانا عبدالواسع مهمې اړیکې نیولې دي. مولانا عبدالواسع د ولسمشر آصف علي زرداري له ویاند میر علي حسن زهري او د قامي اسمبلۍ له غړي آغا رفیع الله سره ټیلیفوني اړیکې ونیولې او د نیول شویو کسانو د خوشې کولو، د مهر شویو هوټلونو د بېرته پرانیستلو او د دې ستونزې د دایمي حل غوښتنه یې وکړه. میر علي حسن زهري ډاډ ورکړی چې د مولانا عبدالواسع پیغام به نن د ولسمشر آصف علي زرداري او د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ته ورسوي، نوموړي د ستونزې د دایمي حل لپاره د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.
