کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د کورنیو چارو صوبایي وزیر میر ضیاالله لانګو د یکشنبې په ورځ د کوټې له بېلابېلو سیمو لیدنه وکړه او د جشن خپلواکۍ په مناسبت یې د امنیتي تدابیرو ارزونه وکړه. نوموړي د هوايي ډګر سړک، کچلاک او لوېدیځ بای پاس څخه لیدنه وکړه او له اړوندو چارواکو څخه یې د امنیتي وضعیت او نیول شوو تدابیرو په اړه معلومات ترلاسه کړل. میر ضیاالله لانګو وویل چې د خپلواکۍ ورځ د هر ملت لپاره ځانګړې ورځ ده او ژوندي ملتونه یې په جوش او جذبې سره لمانځي، نو د بلوچستان او کوټې خلک هم د اګست ۱۴مه په ملي جذبې سره لمانځي. هغه وویل چې د خلکو خوندیتوب د حکومت مسؤلیت دی او د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د هغه په وینا، امنیتي ادارې پر مهمو لویو لارو، حساسو ځایونو او عامه غونډو څارنه کوي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ځوانانو ته په پیغام کې وویل چې خپلواکي د الله تعالی ستر نعمت دی او ځوانان باید د زدهکړو، ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې خپلې وړتیاوې وکاروي او د هېواد او ولس په خدمت کې خپل رول ادا کړي. نوموړي له هغو ځوانانو وغوښتل چې د دښمن په هڅونه یا اغېز غرونو ته ځي، دغه لاره پرېږدي او د بېګټې جګړې پر ځای دې د تعلیم، ټکنالوژۍ او سیاست له لارې د بلوچستان او پاکستان خدمت وکړي. میر ضیاالله لانګو وویل چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو تر ټولو غوره لار جمهوري طریقه ده او ځوانان باید پارلمان ته ولاړ شي، خپلې وړتیاوې وکاروي او د جمهوري بهیر له لارې د بلوچستان په پرمختګ او سوکالۍ کې ونډه واخلي. هغه د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ دفاعي همکاري او اتحاد هم د هرکلي وړ وباله او ویې ویل چې که د دوستو هېوادونو دفاع پیاوړې وي، هېڅ هېواد به یې پر وړاندې د بد نظر کولو جرئت ونه کړي. نوموړي د هند پر بېلابېلو هېوادونو کې د ترهګریزو فعالیتونو په ملاتړ تور ولګاوه او ویې ویل چې افغانستان هم د پاکستان پر ضد کارول کېږي. هغه وویل چې افغانستان د پاکستان ورور او ګاونډی هېواد دی، خو په دغه هېواد کې د موجودو ترهګرو عناصرو په اړه پاکستان جدي اندېښنې لري. د کورنیو چارو وزیر وویل چې د بېګناه وګړو او جوماتونو په نښه کول هېڅ ډول انسانیت نه دی او د بېګناه خلکو وینه تویول د غندنې وړ دي. نوموړي ټینګار وکړ چې په سیمه کې د سولې لپاره د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې اغېزمن اقدامات ضروري دي. هغه زیاته کړه چې د بلوچستان حکومت د خلکو د خوندیتوب او په صوبه کې د امن او امان د ټینګښت لپاره ټول موجود امکانات کاروي او د خپلواکۍ ورځې په مناسبت امنیتي تدابیر لا پیاوړي شوي، څو خلک وکولای شي په سولهییز چاپېریال کې د ملي ورځې په مراسمو کې ګډون وکړي.
