کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د سپیزند او کولپور ترمنځ د رېل پر پټلۍ د چاودنې له امله د پټلۍ یوه برخه زیانمنه شوې او د اورګاډو تګ راتګ موقتي ځنډول شوی دی. د سرچینو په وینا، نامعلومو وسلهوالو د چاودېدونکو توکو په وسیله د رېل پټلۍ په نښه کړې چې له امله یې د پټلۍ یوه برخه زیانمنه شوې ده. له پېښې وروسته د بلوچستان او د هېواد د نورو برخو ترمنځ د رېل خدمات اغېزمن شوي او د اورګاډو تګ راتګ درول شوی دی. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم امنیتي چارواکي او د رېل ادارې کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او د زیانمنې شوې پټلۍ د ترمیم او بېرته رغونې چارې یې پیل کړې دي. د رېل چارواکو په وینا، د پټلۍ تر بشپړې بېرته رغونې پورې د اورګاډو تګ راتګ په عادي توګه نه شي پیل کېدای. له پېښې وروسته امنیتي تدابیر هم لا سخت کړل شوي او د چاودنې د څرنګوالي او د پېښې د مسؤلینو د معلومولو لپاره تحقیقات روان دي.
