کوټه (ویب نیوز)د جمعیت علما اسلام د کوټې ضلعې مشر شیخ الحدیث مولانا عبدالرحمن رفیق، ضلعي عمومي منشي حاجي عین الله شمس، مشر مرستیال مولانا خورشید احمد، سرپرست مفتي محمد روزي خان او نورو مشرانو ویلي چې پر هېواد واکمنه ډله د ولسي مینډیټ پر ځای د فارم ۴۷ پیداوار ده. د دوی په وینا، په انتخاباتي ډګر کې هغه نوماندان چې په خپلو حلقو کې د زرو رایو ترلاسه کولو په موقف کې هم نه وو، د فارم ۴۷ له لارې پر ولسي مینډیټ مسلط کړل شوي او د هېواد او ولس د پرېکړو واک ورته سپارل شوی دی. د جمعیت علما اسلام مشرانو دغه عمل د خلکو د رایې سپکاوی او د جمهوري ارزښتونو او انتخاباتي نظام پر وړاندې لویه پوښتنه بللې ده. هغوی وویل چې له بده مرغه په هېواد کې هغه واکمن ګوندونه چې ځانونه د جمهوریت ملاتړي بولي، د واک ترلاسه کولو لپاره یې د جمهوري اصولو او ولسي مینډیټ د تر پښو لاندې کولو کې هېڅ کمی نه دی کړی. د دوی په وینا، د خلکو د رایې بېارزښته کول او د واک لپاره ترې تېرېدل جمهوریت نه دی، بلکې د جمهوریت روح ته زیان رسول دي. هغوی ټینګار وکړ چې په هېواد کې ریښتینی جمهوریت هغه مهال پیاوړی کېدای شي چې د خلکو د ازادې رایې درناوی، شفاف انتخابات او ریښتینې ولسي استازولي یقیني شي.
