کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د راتلونکو خبرو لپاره نوې شرط ایښې او ویلي یې دي چې امریکا به له ایران څخه په تېرو پېښو کې د وژل شویو او ټپیانو د کورنیو لپاره د تاوان غوښتنه وکړي. د ټرمپ دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې مخې ته راغلې چې ایران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په بدل کې له امریکا څخه د جګړې پر مهال د اوښتو زیانونو تاوان غوښتی و. ټرمپ ویلي که ایران د تېرو پنځو میاشتو د پوځي شخړې پر مهال د امریکا او اسرائیلو د عملیاتو له امله د اوښتو زیانونو تاوان غواړي، نو امریکا به هم د هغو کسانو لپاره له ایران څخه تاوان وغواړي چې د ایراني اقداماتو له امله وژل شوي یا سخت ټپیان شوي دي. د امریکا ولسمشر د سړک غاړې چاودنو، پر «یو ایس ایس کول» برید او نورو پېښو ته په اشارې سره ویلي چې له ایران څخه د تاوان غوښتنه به په راتلونکو ټولو مذاکراتو کې شامله وي. بل لور ته ایران هم د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره له امریکا څخه د جګړې د زیانونو تاوان غوښتی، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو ته نوې غوښتنې ورزیاتې شوې او د ژر هوکړې امکانات یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
