کوټه (ویب نیوز) د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د مکې د دفاعي تړون له لاسلیک وروسته اسرائیلي حکومت اندېښنه څرګنده کړې او دغه تړون یې د اسرائیل لپاره خطرناک او د اندېښنې وړ پرمختګ بللی دی. د اسرائیلو د کډوالو چارو وزیر ویلي چې د درېیو اسلامي هېوادونو ترمنځ دفاعي تړون په سیمه کې د مهمو بدلونونو نښه ده. نوموړي ویلي چې پاکستان له سعودي عربستان سره له وړاندې دفاعي تړون لري، خو اوس ترکیه هم په دغه تړون کې شامله شوې چې له اسرائیل سره مستقیم اختلافات لري. د اسرائیلي وزیر په وینا، دغه تړون ښایي د اسرائیل لپاره ډېرې جدي پایلې ولري.
