کوټه (ویب نیوز) افغانستان او ترکمنستان د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د څارنې او چټک پلي کېدو لپاره د لوړپوړو چارواکو په مشرۍ د ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هوکړه کړې ده. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د افغانستان اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د ترکمنستان له ملي مشر قربانقلي بردي محمدوف سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې پر پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر راتلونکو ګډو اقتصادي همکاریو خبرې وکړې. ملا برادر د ګازو د بیې په اړه د اوږدمهاله او انعطافمنونکي تړون، په هرات کې د ګازو د وېش شبکې جوړولو، د ټاپي پروژې د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د ګډ تخنیکي او حقوقي کمېسیون جوړولو او افغانانو ته د لا زیاتو کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه وکړه. هغه له ترکمنستان څخه د برېښنا، ترانسپورټ او اوسپنې پټلۍ په لویو اقتصادي پروژو کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه. د ترکمنستان ملي مشر وویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې د متقابل باور او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ پیاوړې شوې دي او عشقاباد چمتو دی چې په هرات کې د ګازو د وېش شبکې او د ټاپ پروژې د عملي کارونو د پیل لپاره همکاري وکړي. نوموړي وویل چې په ترکمن باشي بندر کې به د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو مالونو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او د لاجورد لارې د بیا فعالولو لپاره به ګډې هڅې دوام ولري. دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې د ټاپي ترڅنګ د ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د چټک تعقیب او پلي کېدو لپاره د لوړپوړو چارواکو په مشرۍ تخنیکي کمېټه جوړه شي.
