سبۍ (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د بلوچستان حکومت د هداياتو په رڼا کې د سبۍ جرګه هال کې د ولسي ستونزو د حل لپاره پرانيستې کچهري ترسره شوه، چې پکې د برېښنا لوډشيډنګ، د پاکو اوبو کمښت، روغتيا، تعليم، سړکونو او سټريټ لايټونو په ګډون ګڼو مسئلو ته د حل ډاډ ورکړل شو.دغه کچهري د ډپټي کمشنر سبۍ مېجر (ر) محمد الياس کبزئي په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د بېلابېلو محکمو افسرانو، صحافيانو، قبائيلي مشرانو او ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون کړی و.په غونډه کې خلکو د خپلو سيمو ستونزې وړاندې کړې او چارواکو ته يې د سکولونو، روغتيايي مرکزونو، د اوبو رسولو، واپډا ټرانسفارمرونو او سړکونو په اړه غوښتنې وکړې.ډپټي کمشنر وويل چې حکومت د ولس خدمت او د هغوی د ستونزو حل ته ژمن دی او د پرانيستو کچهريو مقصد دا دی چې د خلکو مسئلې د هغوی تر کورونو ورسېږي او پر وخت حل شي.
