مستونګ (وېب نيوز) د مستونګ د ولي خان پولیس تاڼې په حدودو کې د کاریز عایشه پرنګ آباد سیمه کې وسلهوالو کسانو ډزې کړې، چې له امله یې یو کس په ځای کې وژل شوی دی. د ژغورنې سرچینو په وینا، له پېښې سمدستي وروسته د وژل شوي کس مړی د شهید نواب غوث بخش رئیساني میموریل روغتون ته انتقال شوی دی. د روغتون سرچینو د وژل شوي کس پېژندنه د عبدالمالک ولد دریخان په نوم کړې ده. پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
