کوټه/کراچي (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د کوټه ـ کراچۍ بس يونين جنرل سيکرټري عبدالباري مشواڼیپه قومي شاهراهونو د مسافر وړونکو بسونو او کوچونو د اوږدو تلاشیو او د مسافرو د ځورونې سخت غندنه کړې ده.هغه له ټرانسپورټرانو سره خبرو کې وويل چې د سيکيورټۍ په نوم بسونه ساعتونه ساعتونه درول کېږي، چې له امله يې نه يوازې مسافر له ذهني اذيت سره مخ کېږي، بلکې د ټرانسپورټ کاروبار ته هم سخت زيان رسېږي.عبدالباري مشواڼي وويل چې ښځې، زاړه کسان او ناروغان په ځانګړي ډول له ستونزو سره مخ کېږي او ټرانسپورټران لا له وړاندې د ګرانۍ، د تېلو د قيمتونو لوړېدو او نورو اقتصادي مشکلاتو له امله اندېښمن دي.هغه له چارواکو غوښتنه وکړه چې د قومي شاهراهونو د چیکنګ نظام دې منظم او اغېزمن کړي، څو مسافرو او ټرانسپورټرانو ته غير ضروري تکليف ونه رسېږي.
