کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د کوټې اوسېدونکي خيرالله ويلي دي چې د بلوچستان های کورټ د پرېکړې او احکاماتو باوجود له خپلې دندې ګوښه کړل شوی دی او له لوړپوړو چارواکو يې د انصاف غوښتنه کړې ده.هغه په کوټه پرېس کلب کې خبري غونډې ته وويل چې د هغه ۲۸۴۵۰ فټه ځمکه د کوټې په موضع چوکي تپه دراني کې موقعيت لري، چې پرې سوئي ګېس پايپ لاين تېر کړی او د دندې ورکولو ژمنه يې ورسره کړې وه.خيرالله وويل چې د خپل حق لپاره يې په ۲۰۱۸ کال کې د بلوچستان های کورټ ته عريضه کړې وه او عدالت د هغه په حق کې پرېکړه ورکړې وه، خو وروسته له دې هم سوئي ګېس کمپنۍ د هغه دندې بېرته ختمه کړه.هغه له دسرفراز بګټي د بلوچستان کور کمانډر او د بلوچستان های کورټ له چيف جسټس څخه غوښتنه وکړه چې د هغه د قضیې نوټس واخلي او انصاف دې ورته برابر کړي.
