تازه خبرونه ۱۲ اگست ۲۰۲۶

اېف‌بي‌ای د محمودشاه حبیبي په لټه کې؛ اسلامي امارت: افغانستان کې په دې نوم څوک بندي نه دی

کوټه (ویب نیوز) د امریکا فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف‌بي‌ای) د افغان الاصله امریکايي وګړي او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پخواني رییس محمودشاه حبیبي د موندلو په اړه د معلوماتو په بدل کې تر پنځه میلیونه ډالرو پورې جایزه اعلان کړې ده. اېف‌بي‌ای ویلي، هغه معلومات چې د محمودشاه حبیبي د موندلو او بېرته راوستلو لامل شي، د جایزې وړ دي. د راپورونو له مخې، حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست کې په کابل کې خپل کور ته نږدې له خپل موټرچلوونکي او د «اسیا مشورتي ګروپ» له ۲۹ کارکوونکو سره یوځای نیول شوی و، چې نور نیول شوي کسان وروسته خوشې شول، خو له حبیبي سره تر اوسه هېڅ اړیکه نه ده ټینګه شوې. بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د محمودشاه حبیبي په نوم هېڅوک بندي نه دی او امریکايي چارواکو ته هم په مخامخ لیدنو کې په دې اړه وضاحت ورکړل شوی دی.