اسلام اباد (وېب نیوز) د برېښنا وېشونکو شرکتونو له خوا د ظرفیت د تادیاتو په نوم پر مصرفوونکو د څه باندې ۲۳ میلیاردو روپیو اضافي بار اچولو د غوښتنې په اړه د نېپرا اورېدنه بشپړه شوې ده. د برېښنا وېشونکو شرکتونو د روان مالي کال د دویمې ربعې د تعدیل له مخې د برېښنا په بیه کې د یوه روپۍ پر یونټ د زیاتوالي غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې په ټولیزه توګه یې د ۴۹ میلیاردو او ۷۴ کروړو روپیو غوښتنه کړې ده. د مرکزي برېښنا پېرود ادارې د معلوماتو له مخې، د برېښنا شرکتونو د عملیاتو او ساتنې د لګښتونو لپاره هم د ۴ میلیاردو او ۹۵ کروړو روپیو غوښتنه کړې ده. صنعتي مصرفوونکو د برېښنا د بیې د وړاندیز شوي زیاتوالي د ځنډولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په اوسنیو شرایطو کې د برېښنا بیه لوړېدل به پر صنعتونو او عامو مصرفوونکو لا زیات مالي بار واچوي. د پاور ډویژن چارواکو ویلي چې په هېواد کې د لمریزې برېښنا د زیاتېدو له امله د برېښنا خرڅلاو اغېزمن شوی، خو د نېپرا غړي انور مقصود ویلي چې که لمریزه برېښنا نه وای، نو اوس به هېواد له سختې برېښنا لوډشیډنګ سره مخ و. نېپرا د برېښنا د یوه روپۍ پر یونټ د ګرانېدو په اړه عامه اورېدنه بشپړه کړې او له شمېرو او معلوماتو تر ارزونې وروسته به وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
