پاکستان ۱۲ اگست ۲۰۲۶

پټرول ارزانه، ډیزل او د خاورې تېل ګران؛ حکومت نوې بیې اعلان کړې

کوټه (وېب نیوز) حکومت د پټرولیم محصولاتو په بیو کې بدلون راوستی، چې له مخې یې پټرول په هر لیټر ۹۴ پېسې ارزانه او ډیزل ۵۴ پېسې ګران شوی دی، چې له دې وروسته د پټرولو نوې بیه ۳۲۴ روپۍ او ۹۸ پېسې او د ډیزلو بیه ۳۸۲ روپۍ او ۷۹ پېسې فی لیټر ټاکل شوې ده، همداراز د خاورې تېل په هر لیټر ۴۱ پېسې ارزانه شوي او نوې بیه یې ۲۸۹ روپۍ او ۲۷ پېسې ټاکل شوې ده. نوې بیې به د اګست له ۱۳مې نېټې څخه نافذې شي. د خبرتیا له مخې پر ډیزلو لېوي یو روپۍ زیاته شوې او ۷۷ روپۍ او ۲۸ پېسو ته رسېدلې، په داسې حال کې چې پر پټرولو ۸۰ روپۍ او د خاورې پر تېلو ۲۰ روپۍ او ۳۶ پېسې لېوي پر خپل ځای پاتې شوې ده.