اسلام اباد (وېب نیوز) د پاکستان د مالیې وزارت ویلي چې په هېواد کې د پورونو د زیاتوالي کچه د تېرو ۲۰ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټه شوې او د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال پر مهال د پورونو زیاتوالی یوازې ۷.۷ سلنه ثبت شوی دی. د مالیې وزارت په وینا، په تېرو ۲۰ کلونو کې د پورونو د زیاتوالي منځنۍ کچه ۱۶ سلنه وه، خو د پورونو د ناخالص کورني تولید له تناسب سره کچه ۶۸.۳ سلنې ته راټیټه شوې، چې په ۲۰۲۲-۲۳ مالي کال کې ۷۵ سلنه او د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ له ۸۶ تر ۸۸ سلنې پورې وه. د پاکستان د بهرنیو پورونو د ناخالص کورني تولید تناسب هم ۲۱.۵ سلنې ته راټیټ شوی چې د تېرو نهو کلونو تر ټولو ټیټه کچه ده، په داسې حال کې چې د هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمې له ۲.۹ میلیارده ډالرو څخه ۱۸.۴ میلیارده ډالرو ته لوړې شوې دي. د مالیې وزارت ویلي چې پاکستان ۴.۷۲ ټریلیونه کلدارې پور له ټاکلې مودې مخکې ادا کړی، په یوه کال کې د پورونو د سود لګښتونه نږدې ۲ ټریلیونه کلدارې کم شوي او د حکومتي عوایدو په برخه کې د سود د ورکړې بار له ۶۱ سلنې څخه ۳۵ سلنې ته راټیټ شوی دی. پاکستان پرلهپسې درې کاله د لومړني بودجوي مازاد ثبت کړی، څلور کاله وروسته نړیوالې پانګې بازار ته بېرته ګرځېدلی او د پانډا بانډ لپاره غوښتنه د صادر شوي حجم په پرتله نږدې پنځه برابره زیاته وه. د ایس اینډ پي ادارې د پاکستان درجه بندي «بي» په کچه ثابته ساتلې چې نږدې د نهو کلونو تر ټولو لوړه کچه بلل شوې ده.
