کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان په سوراب سیمه کې د بارودي موټر د جوړولو پر مهال د چاودنې له امله ۸ ترهګر وژل شوي او ۳ ملکي وګړي هم په پېښه کې مړه شوي، په داسې حال کې چې له چاودنې وروسته د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۰ نور ترهګر هم وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (اېس اېس پي ار) له لوري په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د اګست پر ۱۲مه سهار د بلوچستان په سوراب ولسوالۍ کې د «فتنه ال هندستان» سره د تړلو ترهګرو له خوا د موټر پر بنسټ جوړېدونکي چاودېدونکي وسیلې د تیارولو پر مهال ناڅاپه چاودنه وشوه. د بیان له مخې، د بارودي موټر د جوړولو پر مهال د وخت نه مخکې چاودنې له امله ۸ ترهګر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي. اېس اېس پي ار ویلي چې د چاودنې ترڅنګ د ترهګرو له خوا د نورو چاودېدونکو موادو د زېرمه کولو له امله رامنځته شوو چاودنو کې د سیمې ۳ ملکي وګړي هم وژل شوي دي. د پېښې سمدستي وروسته امنیتي ځواکونو او بلوچستان پولیسو سیمې ته ورسېدل او د ګډې پاک کارۍ عملیات یې پیل کړل. د عملیاتو پر مهال د تښتېدلو ترهګرو د خوځښت څرک ولګېد او په اغېزمنه توګه په نښه شول. د اېس اېس پي ار په وینا، په عملیاتو کې ۱۰ نور ترهګر هم وژل شوي، چې له امله یې په دغو پېښو کې تر دې دمه د «فتنه ال هندستان» سره د تړلو وژل شویو ترهګرو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی. د سختې ډزې په تبادله کې د پاکستان د پوځ دوه سرتېري هم ټپیان شوي دي. په بیان کې ویل شوي چې په سیمه کې د پاتې ترهګرو د له منځه وړلو او د سیمې د بشپړ خوندي کولو لپاره د پاککارۍ عملیات لا هم روان دي. اېس اېس پي ار ویلي چې د نېشنل ایکشن پلان له مخې د وفاقي اپېکس کمېټې له خوا د منظور شوي «عزم استحکام» لیدلوري تر چتر لاندې به امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کوونکي ادارې د بهرني ملاتړ لرونکي ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره خپلو عملیاتو ته په بشپړ قوت دوام ورکړي.
