اسلام آباد (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له لوري اعلان شوی چې د لوی اختر په درېيمه ورځ به د چمن هاي سکول ګراونډ کې ستره ولسي غونډه د سهار نهه بجې ترسره شي.د ګوند د مرکزي سېکرټرېټ له بيان سره سم، غونډې ته به د ګوند مشر د آئين تحفظ تحريک مشر او د قومي اسمبلۍ د اپوزيشن ليډر په ګډون نور مرکزي او صوبايي مشران ويناوې وکړي.بيان کې ويل شوي چې په هېواد کې د آئيني بدلونونو، د رسنيو د محدودولو، ګراني، بې روزګارۍ او د امنيتي حالاتو په اړه به تفصيلي خبرې وشي. همداراز به د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر موجوده کشيدګۍ او د ولس پر ستونزو هم بحث کېږي.ګوند د چمن له ولس او سياسي فعالانو غوښتنه کړې چې په دغه ولسي غونډه کې پراخ ګډون وکړي.
