کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې ټرافیکي جام یوه دایمي او جدي ستونزه ګرځېدلې، چې له امله یې ښاریان هره ورځ د ساعتونو لپاره پر سړکونو له سخت عذابه تېرېږي. د ښار پر مرکزي لویو لارو، بازارونو او څلورلارو کې د موټرو اوږدې کتارې، د هارنونو شور، لوګي او ګرمي ښاریان سخت ځوروي او خلک د ټرافیکي نظام د ښه کېدو په تمه دي، خو اړوندې ادارې لا هم د ستونزې د حل لپاره عملي اقدامات نه کوي. د جناح روډ، کاسي روډ، سریاب روډ، میکانګي روډ، بروري، سپیني روډ او سمنګلي روډ په ګډون د ښار ګڼې مهمې سیمې هره ورځ د سخت ټرافیک جام ښکار وي، چې د دفترونو او ښوونځیو په وختونو کې وضعیت لا پسې خرابېږي. د ټرافیک جام د شدت له امله امبولانسونه د سائرنونو غږولو سره سره پر وخت لاره نه شي موندلای او ګڼ ناروغان او ټپیان روغتونونو ته په ټاکلي وخت نه شي رسېدلی. د ټرافیک جام له امله ځورېدلو ښاریانو د سختې غوسې څرګندولو پر مهال وویل چې نه د دې ستونزې لپاره کومه دایمي تګلاره شته او نه هم د ټرافیک پولیس کارکوونکي خپلې دندې په سمه توګه ترسره کوي. کارپوهان وایي چې د ټرافیک جام مهم لاملونه د سړکونو تنګوالی، کمزورې ښاري منصوبه بندي، پر سړکونو او پلي لارو تجاوزات، د دوکانونو او ټېلرو ناقانونه قبضې، د موټر چلوونکو ناسم روزنه او د قوانینو سرغړونه، د ټرافیکي اشارو نشتوالی یا خرابوالی، د ټرافیک پولیسو کموالی او غیر فعال چلند دي. ښاریانو او کارپوهانو له بلوچستان حکومت او ضلعي انتظامیې غوښتنه کړې چې پر سړکونو تجاوزات دې سمدستي ختم شي، د ټرافیک پولیسو نفوس دې زیات او د هغوی روزنه دې ښه شي، په لویو څلورلارو کې دې عصري ټرافیکي اشارې ولګول شي، په ځانګړو وختونو کې دې پر درنو موټرو د تګ راتګ بندیز ولګول شي او د ټرافیکي ستونزې د دایمي حل لپاره دې د ماس ټرانزټ یا اغېزمن عامه ترانسپورټ نظام رامنځته شي.
