تازه خبرونه ۱۲ اگست ۲۰۲۶

د اصغر خان اڅکزي په مشرۍ د عوامي نېشنل ګوند پلاوي له محمود خان اڅکزي سره لیدنه

کوټه (وېب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي په مشرۍ یوه پلاوي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مشر او په ملي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون له مشر محمود خان اڅکزي سره لیدنه وکړه. دا لیدنه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مرکزي مالي سیکرټر سید لیاقت آغا په کور کې ترسره شوه، چې په کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي او صوبايي مشران، د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مرکزي د اطلاعاتو سیکرټر عیسیٰ خان روشان، د نېشنل ډیموکراټیک موومنټ صوبايي مشر احمد جان، د عوامي نېشنل ګوند مرکزي د زده‌کوونکو چارو سیکرټر رشید خان ناصر او د کوټې ولسوالۍ مشر ثناءالله کاکړ په ګډون نورو مشرانو هم ګډون کړی و. په دې مهال مشرانو له یو بل سره روغبړ وکړ.