اسلاماباد (پ ر) د ملي شورا د اپوزیسیون مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پاکستان د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ لوړه کچه غونډه ترسره شوه، چې علامه ناصر عباس جعفري، سلمان اکرم راجا، مصطفی نواز خوکر، حسین احمد یوسفزي او خالد یوسف چوهدري پکې ګډون کړی و. د غورځنګ ویاند اخونزاده حسین وویل، په غونډه کې د هېواد پر سیاسي او اساسي وضعیت، مهمو ملي موضوعاتو او روانو سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو تفصیلي بحث وشو او د حکومت د نه پاملرنې په اړه اندېښنه څرګنده شوه. غونډې د ستر انتخاباتي کمېشنر او د انتخاباتي کمېسیون د غړو د نوي ټاکلو په اساسي بهیر کې پر ځنډ هم اندېښنه وښوده او له لومړي وزیره یې وغوښتل چې له اپوزیسیون مشر سره په لیدنه کې دغه اساسي بهیر سمدستي پیل کړي. غونډې ټینګار وکړ چې د پاکو، روڼو او خپلواکو ټاکنو لپاره د بېطرفه او خپلواک انتخاباتي کمېسیون جوړول اړین دي. د اساسي قانون د ساتنې غورځنګ د تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان د روغتیا په اړه پر خپرو شویو راپورونو هم ژوره اندېښنه څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې د هغه خویندو او شخصي ډاکټرانو ته دې له نوموړي سره د لیدنې او طبي معاینې اجازه ورکړل شي. غورځنګ وویل چې د عمران خان د روغتیا او امنیت بشپړه مسؤلیت د هغو ادارو پر غاړه دی چې نوموړی یې په توقیف کې دی. غونډې په ازاد کشمیر کې د سناتور مشتاق احمد خان، د هغه د ملګرو او کشمیري مظاهرچیانو د نیولو غندنه هم وکړه او د ټولو نیول شویو کسانو د سمدستي خوشې کېدو او په ازاد کشمیر کې د روان بشري بحران د پای ته رسولو لپاره یې د اغېزمنو اقداماتو غوښتنه وکړه.
