کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د جمعيت علماء اسلام نظرياتي پاکستان مرکزي مشرانو د پټروليم مصنوعاتو د بيو او ګراني پر زياتوالي سخت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې موجوده حکومت د ولس ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.د ګوند مشرانو مولانا عبدالقادر لونی،مفتي شفيع الدين، مولانا محمود الحسن قاسمي او نورو په ګډ بيان کې ويلي چې د نااهله واکمنانو له امله کله د اوړو او بورې بحران جوړېږي او کله د پټرولو بيې اسمان ته رسېږي، چې له کبله يې .غريب او متوسطه طبقه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده
هغوی زياته کړه چې د هېواد سياسي او اقتصادي بحرانونو اصلي لامل دا دی چې پرېکړې د پارلمان پر ځای د مقتدرو قوتونو له لوري کېږي. د دوی په وينا، تر څو چې پرېکړې په آزاد ډول د پارلمان دننه ونه شي، هېواد به له بحرانونو خلاص نه شي.
