ګوادر (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) پخواني صوبايي وزير مير حمل کلمتي د کنټاني بارډر پر پېښه سخت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې د پاکستان کوسټ ګارډز په مبينه ډزو کې د دوو بې ګناه کسانو وژل او د ګڼو نورو ټپي کېدل د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.هغه د ګوادر پرېس کلب کې بېړنۍ خبري غونډې ته وويل چې کنټاني هور سيمه د ځايي خلکو لپاره د روزګار يوازينۍ سرچينه ده او خلک له پخوا راهيسې له سرحدي تجارت سره تړلي دي.مير حمل کلمتي غوښتنه وکړه چې د پېښې شفافه پلټنه دې وشي، د وژل شويو کورنيو ته دې انصاف او معاوضه ورکړل شي، کنه بلوچستان نېشنل پارټي به احتجاج پيل کړي.
