مقامی ۱۳ مئی ۲۰۲۶

د عبدالرحيم خان مندوخېل د نهم تلين غونډه، د فارم ۴۷ حکومت او آئيني بدلونونه رد

کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ له لوري د ګوند د مخکښ مشر او دانشور د عبدالرحيم خان د نهم تلين په مناسبت په لياقت پارک کوټه کې لويه ولسي غونډه وشوه.غونډه کې زرګونو کارکوونکو او قبائلي مشرانو ګډون وکړ او د هېواد سياسي وضعيت او د پښتونخوا د حقونو په اړه مهم قراردادونه منظور کړل.ګډونوالو د فارم ۴۷ پر بنسټ جوړ حکومت، ۲۶م او ۲۷م آئيني بدلونونه او پیکا قانون رد کړل او غوښتنه يې وکړه چې په هېواد کې دې شفاف انتخابات وشي او واک دې حقيقي ولسي استازو ته وسپارل شي.په قراردادونو کې له سبي تر چترال پورې د “پښتونخوا” په نوم د متحد قومي صوبې جوړولو او د وسايلو د عادلانه وېش غوښتنه هم شوې ده.