کوټه (وېب نيوز نوې ژوند کوټه) د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ د هزارګنجي سيمې مشرانو له کيسکو چارواکو غوښتنه کړې چې د شموزۍ فيډر اړوند سيمو بنده برېښنا دې سمدستي بحال کړي.د ګوند سيمه ييز سېکرټر عبيدالله بريچ، منظور ترين، حاجي ظهور احمد کاکړ او نورو په ګډ بيان کې ويلي چې کلي رئيساني، ناخېل آباد، اختر آباد، زهري ټاون او نورو سيمو زرګونه کورنۍ له تېرو اتو مياشتو راهيسې له برېښنا محرومې دي.دوی وويل چې د سختې ګرمۍ له امله د ښځو، ماشومانو او سپين ږيرو ژوند له ستونزو سره مخ شوی او د اوبو کمښت او کاروباري فعاليتونه هم اغېزمن شوي دي.
